ټولنه

خبرتيا

کابل باختر دسلواغې شپږ ويشتمه :
خبرتيا
په درناوي سره  خبرورکول  کېږي چې دعدليې په وزارت کې راجستر  شوي  سياسي ګوندونه دې له يو يو تن او دانتخاباتو  په اړوند دمدني ټولنې بنسټونه پنځلس تنه چې لږ تر لږه پنځه تنه يې ښځې وي دانتخاباتو دخپلواک کميسيون، دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون دغړيتوب او دکميسيونونو دارالانشا  درييسانو دنوماندانو په توګه په رسمي ډول دافغانستان داسلامي جمهوريت درياست دعالي مقام دفتر ته وروپيژني .  په انتخاباتو  پورې  اړوندګوندونه  اوبنسټونه دې دنوماندانو دورپيژندنې په وخت کې  لاندې شرطونه په پام کې ولري .
_ دافغانستان تابعيت ولري .
  _ لږ ترلږه  دليسانس لوړې زده کړې ولري .
_ لږ تر لږه  پنځه کلنه مديريتي تجربه اوښه شهرت ولري .
_ لږ ترلږه  دپنځه ديرش کلنۍ عمر يې بشپړ کړى وي
  _ دمحکمې له لورې دبشري ضد  اوجنايت  دجرمونو اوله مدني حقوقو  څخه دحرمان په ارتکاب محکوم شوى نه وي .
_ ددندې دتصدى په وخت کې دسياسي ګوند غړيتوب ونه لري .
_  ګوندونه او په انتخاباتو پورې اړوند بنسټونه دې ورپيژندل  شويو نوماندانو بشپړ شهرت دتحصيلي سندونو ، دتابعيت   دتذکرې او دکاري سوابقو له فوتوکاپي  له دريو نويو عکسونو اودسياسي ګونوندو دغړيتوب   دنشتوالي په باب دعدليې وزارت دتاييد شوي سند له فوتوکاپي سره يوځاى د  ١٣٩٧ کال د سلواغې دمياشتې له  ٢٧ نيټې څخه پيل داوو ورځو په موده کې په رسمي  ډول دبهرنيو چارو وزارت سړک ته څيرمه دحکومت داطلاعاتو او رسنيو مرکز (  مرمرين  ماڼۍ ته وسپاري  او رسيد ترلاسه  کړي .
داړتيا په صورت کې دې له  ٠٧٤٤٣٦٣٥٦٧- او ٠٧٠٥٢٩٥٢٩٦ شميرو سره  اړيکې ونيسي .
ختم_  عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته