ټولنه

فارياب کې په نشه يي توکې روږدي کسان تداوي کېږي

کابل /د ليندې ٨مه/باختر
د فارياب دعامې روغتيا رياست له نشه يي توکوسره د مبارزې امريت منسوبينو د فارياب په مرکزميمنې ښارکې يوشمېر روږدي کسان د ښار له بېلابېلوسيموڅخه راټول کړل او د درملنې لپاره يې د روږدوکسانو د درملنې ٥٠ بستريز روغتون ته ولېږدول.
د فارياب د روږدو کسانود درملنې د ٥٠ بستريز روغتون آمر احمدسهيل باختراژانس ته وويل: دغه روږدي کسان چې شمېر يې١٧تنو ته رسېږي اوس تردرملنې لاندې ونيول شول اوله درملنې وروسته له روغتون څخه رخصتېږي.
هغه وويل: پخوا هم په نشه يي توکو ٣٣ تنه روږدي کسان تر درملنې لاندې و چې له ٤٥ ورځو تر ٩٠ ورځو پورې له درملنې وروسته له روغتون څخه رحصت شول.
په همدې حال کې د روږدوکسانو کورنى د دغو ادارو له ښه اقدام څخه مننه اوقدرداني وکړل.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته