خبرونهټولنه

فاریاب کې نږدې ۶۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل، د چنګاښ ۱۰مه، باختر
د یاد ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په المار ولسوالۍ کې نږدې ۶۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو د برابرېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د کلیو او بیا رغوني او پراختیا رئیس مولوي تورجان احمدی د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي، چې د دغه ولایت په المار ولسوالۍ کې د افغانستان د بشري مرستو اماني صندوق ادارې په مالي ملاتړ د ۱۱۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت ۵۸۸ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.
په ورته وخت کې د ډاکار موسسي مسوول انجنیر نقیب احمد جلال ویلي چې د یاد ولایت په نورو سیمو کې هم دې ته ورته پروژې پلې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته