خبرونهټولنه

فاریاب کې په ترافیکي پېښې کې دوه امنیتي منسوبینو ژوند له لاسه ورکړ

 کابل، د چنګاښ ۱۵ مه، باختر

د فاریاب د ګوزاد غاښي په ساحه کې  نن د ترافیکي پېښې له امله ۲ امنیتي منسوبینو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس الدین محمدي باختر آژانس ته وویل، چې دغه پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې د دغه ولایت د امنیتي ځواکونو یو رنجر موټر په دغه ساحه کې له واټ څخه ووت او چپه شو چې په پایله کې یې ۲ تنو ژوند له لاسه ورکړ او ۱۰ تنه نور ټپیان شول.

د هغه د څرګندونو له مخې، د پېښې ټپیان د میمنې ښار روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته