نړۍ

فرانسه پنځه ديرش زره تنه غيرقانوني مهاجرين باسي

فرانسه په  روان ميلادي کال کې  له دغه هيواد څخه پنځه ديرش زره تنه غير قانوني مهاجرين باسي .

دباختراطلاعاتي ا ژانس دهند دنيوکريلا دخبري سايت  له خولې خبرراکړ چې دفرانسي  دکورنيو چارو وزير کلودګويانت دحکومت له يوه پلان څخه پرده پورته کړه چې له مخې يې غيرقانوني مهاجرين بيرته خپلو هيوادونو ته ستنول کيږي .په ٢٠١١ ميلادي کال  کې  دوه ديرش زره نهه سوه دوه ويشت تنه مهاجرين له دغه هيواداڅخه ايستل شوي اوپه ٢٠١٢ کال کې په دغه شمير پنځه ديرشو زرو تنوته ورسيږي

دفرانسي دکورنيو چارو وزير دغه راز زياته کړه چي ددغه هيواد حکومت دقانوني مهاجرينو  ونډه چې هرکال  يوسلو اتيازرو تنو ته رسيږي په سلو کې لس کموي.

اوس په فرانسه کې  يوولس اعشاريه پنځه مليونه غيرقانوني مهاجرين شپي سباکوي  چې ددغه هيواد دپنځه شپيته مليوني وګړو  په سلو کې نولس استازيتوب کوي اوهرکال نږدي يوسلو اتيا زره تنه دغه هيوادته مهاجرکيږي.

دافريقا زياتره خلک هڅه کوي چې دايتاليا،.اسپانيا اومالتا له لاري اروپايي هيوادونو ته لاړشي.

دوي له بيړيو څخه په استفادي سره دښه ژوندانه په لټه کې دي خو زياتره يي په دې سمندري سفرکې خپلو خوبونوته له  رسيدو مخکي چې هماغه  په لويديځ کې ارام اوسوکاله ژوند دي له منځه څي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته