اقتصاد

فراه دشاتو ستر توليدونکى .

کابل باختر دزمري  اووه ويشتمه :
دفراه ولايت دطبيعي شاتو په ستر توليدونکى ولايت بدل شو او دغه صنعت له لوړ کيفيت څخه هم برخمن  دى .
دفراه ولايت دکرنې رييس عبدالمنان متين باختراژانس ته وويل: سږ کال تراوسه پورې په دغه ولايت کې زرکيلوګرامه شات توليد شوى دى خو په يقين سره به ددغه محصول  دتوليد کچه زياته لوړه شي .
دى وايي دهېواد دنورو ولايتونو په پرتله  دفراه شات ښه کيفيت لري .
دمتين دڅرګندونوله مخې که چيرې  په دغه ولايت کې  دمسوولينو او دبيلابيلو مرکزونو له خوا دشاتو د توليدونکو ملاتړ وشي دتوليداتو کچه به لوړه شي .
په همدې حال کې دهېواد دکرنې وزارت معين عبدالقدير  جواد وويل: دفراه ولايت  دکرنې حالت دښه والي په خاطر دکرنې دوزارت له خوا ځانګړې پاملرنه شوې ده .
  ده په فراه ولايت کې دکرنې داصلاح شويو تخمونو دويشلو،  دګلخانو دجوړولو ، دکرنې د افتونو ددرملو ، دپيازود تخم  او دشيدو دوزو ويشلو ته هم اشاره وکړه .
  ديادونې وړ ده چې دطبيعي  شاتو تر څنګ  دفراه ولايت دخټکيو ، هندوانې او بادرنګ  په ګډون دميوو په  توليد کې هم دهېواد په کچه  لومړي مقام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته