![Img 20240626 Wa0000](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/06/IMG-20240626-WA0000-780x470.jpg)
کابل, د چنګاښ, ۵ مه, باختر
د فراه سیمه ییزو مسوولینو د دغه ولایت په شیبکوه ولسوالۍ کې د یوه چکډېم د جوړولو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مفتي محمد نسیم سرهنګ د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د یاد ولایت په شېبکوه ولسوالۍ کې د ۴ میلیونه ۵۶۳ زره افغانیو په لګښت یو چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
هغه زیاته کړې چې یاد چکډېم ۳۸ متره اوږدوالی او ۴ متره سور لري چې د ۸ زره متره مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري.
د یاد ولایت د شيبکوه ولسوال ملا محمد نايب عدالت بيا وايې؛ چې د دغه چکډېم په جوړېدو سره به نه يوازې د اوبو سطحه لوړه شي، بلکې بزګرانو ته به هم ګڼ سهولتونه رامنځته شي.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکي د یادې پروژې په بشپړېدو خوښي څرګندوي او له حکومت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي.