کابل باختر دچنګاښ اتمه :
دسولې په چارو کې دجمهور رييس دځانګړي استازي او ددولت دوزير دټاکنې په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت درييس محمد اشرف غني فرمان .
دافغانستان داساسي قانون دڅلور شپتېمې مادې د ١٣ فقرې له مخې دټولو پخوانيو حقوقو او امتيازونو په ساتنې سره دکابينې ، دملي امنيت دشورا ، کميسيونونو او عالي شوراګانو په غونډه کې په غړيتوب سره دسولې په چارو کې دجمهور رييس دځانګړي استازي او ددولت دوزير په توګه دعبدالسلام رحيمي ټاکنه منظوروم .
دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه په ورسپارل شويو چارو کې دهغه دزياتو برياليتوبونو هيله کوم .
ختم_ ف _ اکرم