امنیت

افغان ځواکونو په زابل کې د خونړیو پېښو مخنیوی وکړ

قلات/دسلواغې۱۳مه/باختر
افغان ځواکونو د زابل په شینکۍ ولسوالۍ کې په چاڼیزو عملیاتو کې پنځه ماینونه کشف او شنډ کړل.
د شینکۍ ولسوال امیر جان الکوزي دباختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې افغان ځواکونو نن په شینکۍ ولسوالۍ کې عملیات کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په عملیاتو کې پنځه ماینونه کشف او له منځه وړل شوي دي.
ویل کېږي په عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته