سیاست

فضل هادي مسلميار دايران د کورنيو چارو له وزير سره وکتل

دمشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار نن  دايران داسلامي جمهوريت دکورنيو چارو له وزير مهندس  مصطفي محمد نجار او له ملګري هيئت سره يې  دملي شورا  په مقر کې وکتل .

  دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ ، په کتنه کې  دمشرانو جرګې رييس  په بيلابيلو تاريخي دورو کې  ددواړو هيوادونو د ښه ګاونډيتوب په باب خبرې وکړې او وي ويل : چې زموږ خلکو د ديني او ژبنيو مشترکاتو او دخپلو ژورو  تاريخي اړيکو له مخې  په ورور ګلوي سره او په دوستانه  ډول  ژوند کړي دي  او دديني لارښوونو او دخپلو لوړو  فرهنګي ارزښتونو په رڼا کې يې  ستونزې  حل کړي دي  او دمصيبتونو او کړاوونو په وخت کې يې  ددوو  ورونو او  ازادو مسلمانو ملتونو په توګه  له يوبل سره  همکاري  او ملاتړ کړي دي . چې دجهاد او مقاومت په دوران کې  دافغانستان دخلکو له روا داعيي  سره  دايران  د خلکو او دولت  ملاتړ ددغو ورور ګلويزو اړيکو  څرګندي  بيلګي  دي .

 دغه راز مسلميار  دخپلو خبرو په دوام  په ايران کې  دميشتو افغان مهاجرينو  له  پراخ شتون سره  اړيکي ونيولي او زياته يې کړه  چې بايد ددواړو لورو په تفاهم کې  په ايران کې ميشتو افغانانو ته د ژوندانه  ښي زمينې  برابرې شي . او وي ويل  چې دافغانستان خلک هيله لري  چې دايران  خلک  او دولت  ددوى بچيانو او ورونو ته دژوندانه  ښه شرايط  برابر کړي دغه راز دمشرانوجرګې رييس  دخپلو خبرو په ترڅ کې  دکرل شويو کوکنارو او دنشه يي توکو دقاچاقو دله منځه وړلو داړتيا په باره کې  رڼا واچوله او څرګنده  کړه  هيله لرم چې له ايران او پاکستان سره  دافغانستان  د درې اړخيزې همکاري تفاهم ليک  ددغې  کرغيړنې پديدې  په کمښت کې  ګټوري نتيجې  ولري .

  وروسته مصطفي محمدنجار  په دې کتنه کې  په ايران کې  دميشتو افغانانو  د قانونمند کيدو په باب  ددغه هيواد ددولت د طرحې په باره کې معلومات ورکړل او وي ويل  چې ددغې طرحې له مخې  به  په ايران کې دافغاني مهاجرينو شتون  قانوني شي  او په دې لاره کې به  دايران  داسلامي جمهوريت لوري هلې ځلې هم  وکړي .

 ددغې غونډې تر څنګ سناتور مولوي  عبدالوهاب عرفان  په ايران کې د تخار ولايت ديو تن اوسيدونکي  داعدام  يادونه وکړه او وي ويل چې ددغه سړي  مړي دطيبات  په ناحيه کې  دافغانستان  پولې ته  ليږدول شوى دى  خو افغانستان ته دهغه دليږدونيې  اجازه  نه ورکول کيږي .

  دايران دکورنيو چارووزير په دې اړوند ژمنه وکړه چې ددغې ستونزې  د حل کولو په باب به  اړوندي  مرجع  ته لارښوونه وکړي  .

 په  دې کتنه کې دمشرانوجرګې دنړيوالو چارودکميسيون رييس سناتور عارف الله پښتون  هم  حاضر و ، 

 ديوبل خبر له مخې دمشرانوجرګې رييس نن  په داسې حال کې چې ددغې جرګې منشي  مولوي عبدالولي  راجي  هم حاضر و ، دملت دخيريه موسسې  له رييس سره  وکتل او دغه رييس  خپل رپوټ  وړاندي کړ  چې په هغه کې ويل شوي دي . چې دغه موسسه دوه کاله مخکې  بي کورو او بي وزلو کسانو ته  دکورونو  دبرابرولو په مقصد  جوړه شوې ده او په پام کې لري چې دهيواد په ټولو ښارګوټو کې ښارګوټي  جوړ کړي او په مستحقو کسانو داستوګنې  کورونه  وويشي .

  دغه راز ده  دخپلو خبرو په ترڅ کې دمشرانوجرګې  له رييس  څخه وغوښتل  چې دخنډونو او ستونزو  په لري کولو کې دى  له دغه خيريه مرکز سره   مرسته  او همکاري وکړي .

  په غونډه کې  مسلميار ددوى دغه اقدام وستايه  او وي ويل  چې په دې لاره کې  به دمشرانوجرګه  او اړونده کميسيونونه دى دهيواد  دنافذو قوانينو په رڼا کې له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي .

  ديوبل خبر له مخې ، دمشرانوجرګې لومړي نايب  محمد علم ايزديار نن دبغلان ولايت  داندراب  دسيمې  له  سپين ږيرو اومخورو سره وکتل .

 په دې کتنه کې  يو تن برخه وال  دنورو په استازيتوب دخپلو ستونزو  د طرحه کولو په ترڅ کې وويل  چې دمجاهد په نامه يو شخص  ددغې سيمې  خلک  په بيلابيلو نومونو او ډولونو  ځوروي  په داسې حال کې چې  پخوا يې  دموضوع په باب  دکورنيو چارو وزارت  مقاماتو ته خبر ورکړى دى  خو دغو مقاماتو تراوسه پورې په دې اړوند  لازم اقدام نه دي کړي .

  ايزديار دهغوى دشکايتونو  له اوريدو وروسته وويل : چې په دې اړوند به له مربوطو ارګانونوسره خبرې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته