سیاست

فضل هادي مسلميار د هيواد د مرکزي سيمو له يو شميرعالما نو،مخورو ، سپين ږيرو او ځوا نا نو سره و کتل

کابلباختر د سلواغى ١٩ مــــــــــــــه

د مشرا نو جر ګي رئيس فضل هادي مسلميار  نن د هيواد د مرکزي سيمو له يو شمير عالمانو، مخورو ،سپين ږيرو اوځوانا نو سره د ملي شورا په مقرکې و کتل

د مشرانو جرګي مطبو عا تي دفتر د باختر اطلاعا تي ا ژانس ته خبر ورکړ

په کتنه کې څو تنو برخه والو د قا نون جوړولو ، د حکومت د کړ نې دڅارنې اود خلکو د استا زيتو ب په برخه کې دسنا مجلس کړه وړه مثبت و بلل او ويې ويل چې د افغا نستان ځوريدلى خلک په او سنيو شرايطو کې دايمې سو لې ته اړتيا لري

 له نيکه مر غه دسنا مجلس په هلو ځلو او بيلا بيلو هيوادو نو ته د هغه درئيس په سفر سره د هيواد د خلکو پيغام هغوى ته ورسول شو چى موږ ته له هيلو ډک دي .

په مقا بل کې د مشرانو جرګي رئيس د هغوى د ښه نيت او احساس له ا مله مننه و کړه او ويې ويل: دسنا مجلس اود هغه کميسيو نو نه به تل ستاسو په خد مت کې وي او زيا ته يي کړه موږ به هغه وخت بريالى واوسو چې خپل ملت او په تيره بيا هغو کسا نو ته چې  په موږ يې اعتما دکړي دي درښتينو خدمتونو جوګه شو چې له هغوى سره په اړيکو کې واو سو اود هغوى په ستو نزو او کړاونو خبر واو سو

په پاى کې هغوى دټولنيزو مرکزونو د پيوستون د مرکز ستاين ليک اويوه چپنه دمشرا نو جرګي رئيس ته ور کړه

په دې کتنه کې يو شمير  سناتورا نو اود  وزيرا نو شورا ددارالانشا دعا مه اړيکو سلاکار هم برخه لرله .

ديادونې وړ ده چې دروسيې له سفير سره د مشرانو جرګي درئيس په پروني کتنه کې په تيروتنې سره ددغه هيواد سفير اندرې اويستيان دضميرکابلوف په نا مه خپور شوي دي ، هيله ده چې په کا بل کې درو سيې سفارت اونور زموږ بخښنه و منې

 دغه را ز د سنا مجلس لو مړۍ نايب محمد علم ايزديار داذربايجان جمهوريت د ماين پا کولو د اداري له هيئت سره  د خپل په دفتر کې و کتل .

 په کتنه کې دغه هيئت د ماين پا کولو اود هغه دخطرو نو په اړوند داذربايجان د همکاريو په باب څرګند ونې و کړې او ويې ويل موږ د ماين په خطرو نو د خلکو دپوهاوي  په مقصد د افغا نستان د پو هنې له وزارت سره په همغږي کې  زده کوونکو ته په کيفيت سره نږدي لس زره توکه کتا بو نه چاپ کړل چې د جګړى ځپلو ولايتو نو په زده کوونکو وويشل شول اوديرش زره تو ګه نور به په را تلونکى کې په پشتو او دري ژبو چاپ شي

دسنا مجلس لو مړۍ نايب دخبرو په ترڅ کې وويل له شک پرته په افغا نستان کې درې لسيزې تپل شوي جګړي ددې سبب شوې چې د جګړي لوري ماينو نه په ډول ډول بڼو سره يې په بيلا بيلو سا حو کې ځاى پرځاى کړي چې په دي برخه کې اذر بايجان ددينې او فرهنګي مشتر کا تو په لرلو په خپلو تجربو سره کولاي شي په دى لاره کې له موږسره مرسته و کړي

 دغه را ز د افغا نستان لپاره د نړۍ درو غتيا يي سا زمان يو هيئت دملي شورا درو غتيا يي کلينيک بيلا بيلي برخى وکتلي

د مشرا نو جرګي ددارالا نشا لوى رئيس محمد کاظم ملوان او ددغه کلينيک امر ډا کتر عبدالباقي سمندري ددغه کلينيک د مو جود و طبي امکا نا تو او اړ تيا وو په باب دوى ته معلومات ورکړل

 د نړۍ درو غتيا يي سا زمان نماينده ګې په پام کې لري چې د دغه کلينيک د اړ تيا وو په سروي کولو سره د هغه په سمبالولو او پيا وړتيا کې لا زمه همکاري و کړي

دياد ونې وړ ده چې ددغه کلينيک د پرا ختيا اړتيا دروان کال د ليندۍ د مياشتې په نهه ويشتمه نيټه د نړۍ دروغتيا يي سا زمان _ډبلي، اچ، او) له رئيس ډا کتر احمد شاه ديول سره دمشرانو جرګې  درييس فضل هادي مسلميار په  کتنه کې طرحه شوې وه

دغه را ز د مشرا نو جر ګي دويم نايب رفيع الله ګل افغا ن د ملي راديو تلويزيون له ځينو سينما ګرا نو او ممثلينو سره د خپل کار په دفتر کې و کتل

په دې کتنه کې حميد الله رحيمي د نورو په استا زيتو ب خپلي ځينې ستو نزې طرحه کړي چې ددويم نايب له خوا په دي برخه کې دطرحه شويو ستو نزو د حل کولو په برخه کې د همکاري ژمنه وشوه

په پاى کې په داسي حال کې چې يو شمير سنا توران هم حاضر و د مشرانو جرګي ستاين ليکو نه سينما ګرا نو او ممثلينو ته  ورکړ شول

 دغه راز د مشرانو جرګي منشي مولوى عبدالولي را جى د بغلان ولايت له يو شمير مشرا نو او سپين ږيرو سره د خپل کار په دفتر کې و کتل

 په کتنه کې لو مړى جنرال عبدالعلي (سعيد) او عبدالرحمن شفق د نورو په استا زيتوب  دسنا مجلس د منشي په تو ګه د مولوي عبدالو لي راجى د بيا انتخا ب له ا مله ده ته مبار کي وويله او خپلي يولړ سيمه ييزي ستو نزې يې طرحه کړي چې د مشرانو جرګي د منشي له خوا د هغو د حل کولو په لاره کې د همکاري ژمنه وشوه               

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته