خبرونهورزشنړۍ

فيفا د فوټبال په يوه لوبه کې د٥ تنو د بدلون قانون تائيد کړ

 کابل، دغبرګولي٢٤مه، باختر

فيفا د فوټبال په يوه لوبه کې د٥ تنو د بدلون قانون تائيد کړ.

له دې وروسته د نړۍ په  ګوټ ګوټ کې د فوټبال په هره رسمي لوبه کې ټيمونه حق لري  چې په يوه لوبه کې  ٥  لوبغاړي بدل کړي.

اروپا او د دغې وچې د فوټبال بنسټونو د نوي قانون غوښتنه کړې وه.

مخکې له دې  د فوټبال په نړۍ کې هر ټيم حق درلود چې  د لوبې په بهير کې درې لوبغاړي له لوبې وباسي  او پر ځاى يې نوي لوبغاړي په لوبه کې شامل کړي.

که څه هم نوى قانون  زيات پلويان او مخالفين لري؛ خو د فوټبال کارپوهانو دغه اقدام ستایلی دی.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته