سیاست

قاضي القضات او د سترې محکمې رييس په کابل کې د ملګرو ملتو سازمان د معاونت له سياسي مرستيالې سره وکتل

کابل / د غبرګولي لومړۍ / باختر
قاضي القضات او د سترې محکمې رييس قانونپوه سيد يوسف حليم نن په کابل کې د ملګرو ملتو سازمان د معاونت دفتر له سياسي مرستيالې مېرمن میته نودسن سره په داسې حال کې چې د دغه دفتر د قانون د واکمنۍ د برخې رييس هم حاضر و، وکتل.
د کتنې په پيل کې مېرمن نودسن لېوالتیا وښوده چې د قضايي نظام د حالت او عدالت ته د خلکو د لاسرسی په ټینګښت کې د هغه د ځواکمنتيا او د قضايه قوې د نورو برياليتوبونو په اړه معلومات ترلاسه کړي.
وروسته قاضي القضات د اساسي قانون او له قضايي نظام څخه د دولت د رهبرۍ د ملاتړ له نظره د قضايه قوې د مقام او د عمل استقلال د ناپيلتوب په اړوند خبرې وکړې او زياته يې کړه چې قضايه قوې په سختو شرايطو او موجوده ننګونو سره سره وکولاى شوه د قضايي نظام په تاريخ کې د قضايه قوې د عمل لومړنی پروګرام تدوين او تطبيق کړي او له اداري فساد سره د مبارزې، د قضايي او اداري جوړښتونو د ثبات د تامين، د مکافاتو او مجازاتو اصل په رعايت سره د ادلون بدلون عملي کول، په قضايي دستګاه کې د ښځو د شتون او مشارکت د تامينولو، د قضيو په تېره بيا د اداري فساد په تور د پخوانيو جګپوړو چارواکو د قضيو د څېړني بهير د ګړندي کولو، د دعوا د خاوندانو د شکايتونو د څېړنې، د اداري فساد د درندو جرمونو د محکمو، د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د محکمو، د دولتي املاکو د غصب د څېړني د اختصاصي محکمو او د مالياتي جرمونو د څېړنې محکمو د جوړولو او د لسګونو نورو اقداماتو په برخو کې لاس ته راوړنې ولري چې دغه لاس ته راړونې د قضايي قوې په نسبت د خلکو د باور کچې د زياتوالي سبب شوې دي.
وروسته نودسن د قضايه قوې په نسبت د خلکو د باور کچې د زياتوالي او د ترلاسه شويو پرمختګونو په خاطر خوښي څرګنده کړه او د قضايي نظام د کليدي پروګرامونو د تمويل په موخه یې د نړيوالو مرستو د جلبولو په اړه د ملګرو ملتو سازمان د معاونت دفتر د همغږۍ د دوام ډاډ ورکړ.
پاى \ ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته