سیاست

قاضي القضات دامريکا دپرمختيايي اداري مرستي اغيزمنې وبللي .

قاضي القضات او دسترې محکمې سرپرست پوهاند عبدالسلام عظيمي نن له غرمې مخکې په کابل کې دقانون دواکمنۍ په برخه کې دامريکا دمتحده ايالاتو دسفير له مرستيال هانس کليم سره په داسي حال کې چې دقضائيه قوي داداري لوى آمر ډاکتر عبدالملک کاموي  هم حاضر و  وکتل .

  دباختر اطلاعاتي اژانس  ته دسترې محکمې دخپرونو رياست دمعلوماتو له مخې ، په دې کتنه کې قاضي القضات دملي لومړيتوب د پروګرامونو دتطبيق په باب چې دقضائيه قوي  په پنځه کلنۍ  عملې ستراتيژي ولاړ دي هراړخيزي خبري وکړې دنړيوالې ټولنې همکاري په تيره بيا دامريکا دمتحده ايالاتو دپرمختيايي اداري مرستي چې دکاري ظرفيت دلوړولو سبب شوي او تر يوې اندازې يې  هغه اساسي اوبنسټيزي  اړتياوي چې دمحکمو  داستوګنې  او  کاري ودانيو جوړول دي  لري کړي ، اغيزمنې  وبللي او د  قاضيانو دمحافظت  قطعي دامکاناتو دبرابرولو او  اوسمبالولو  په برخه کې چې دکورنيو چارووزارت په چوکاټ کې  او دامريکا دمتحده ايالاتو په مرستو جوړه شوې ده دنورو محکمو په پوښښ يي ټينګار وکړ .

 وروسته دامريکا دمتحده ايالاتو دسفير مرستيال په ستره محکمه  کې  مهم برياليتوبونه وستايل  اوله عدلي او قضايي ارګانونو سره يي دخپل دولت دهمکاريو ډاډ ورکړ او دملي لومړيتوبونو او دقاضيانو دامنيتي بهير له پراختيا سره سم يې  له قضاييه قوي سره دلازمو مادي ، تخنيکي او تجهيزاتي مرستو په برخه  کې خپل چمتو والي څرګند کړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته