سیاست

قاضي القضات دستري محکمې دراتلونکو څلورو کلونو لومړيتوبونه په ګوټه کړل

د قاضي القضات او دستري محکمې دسرپرست پوهاند عبدالسلام عظيمي او دجمهوري رياست دستر وزير هدايت امين ارسلا او دعدليې دوزير حبيب الله غالب په ګډون دعدلي او قضايي سکتور دهغو پروژو د تطبيق په باب چې دکابل په کنفرانس کې ورباندي موافقه شوې ده کاري غونډه جوړه شوه .

دباختر اطلاعاتي اژانس ته دستري محکمې دخپرونو رياست دمعلوماتو له مخې، په دې غونډۀ کې لومړي قاضي القضات دستري محکمې د راتلونکو څلورو کلونو له لومړيتوبونو سره چې دمصر هيواد دماهرانو په مرسته دهيواد دمدني او جزايي قوانينو شرحه او تفسير ، د قضايي معلوماتو دمرکز جوړول ، دولايتونو دابتدائيه محکمو تر کچي پورې دقضائيه قوي دترانسپورتي ستونزې بنسټيز حل کول ، دولسواليو دابتدائيه محکمو د ودانيو ترکچي پورې دمحکمو دکاري او داستوګنې دودانيو دترميمولو او بيا جوړولو په ساحه کې بنسټيز اقدامات دقاضيانو دمحافطت دقطعي د فعاليت پراختيا ، د وثايقو دکمپيوترايز دبهير دکار دوام او هغه نور موارد چې دکابل په کنفرانس کې يې وړانديز شوي و پکې شامليږي ،اړيکي ونيولى اوزياته يې کړه چې عدلي او قضايي سکتور له دې جملې څخه قضائيه قوه له پنځه کلني ستراتيژي سره سم غواړي هغه پيشنهادي پروژې چې دکابل په کنفرانس دتمويلوونکو هيوادونو دموافقي وړ ګرحيدلى دي . ستره اړتيا لري چې دغه بهير لازيات ګړندي او تحقق ومومي .

په غونډه کې شاملو غړو له څرګندونو او دقاضي القضات له خوا دکابل کنفرانس دموافقو له بيانولو وروسته موافقه وکړه چې دستري محکمې، عدليې وزارت او دلوى څارنوالي دواکمنو استازو په ګډون دى ، يوه کاري کميټه جوړه شي چې په دغو قوانينو بيا کتنه وکړي او هغه موارد چې دزياتوالي ، تنقيض او تعديل غوښتنه وکړي خپلې مشخصي نظريې پينشهاد کړي چې په يوه غوڼډه کې دکاري کميټې پيشنهادي طرحه ترغور او خبرو لاندې ونيول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته