سیاست

قاضي القضات په کابل کې دقطر له سفير سره وکتل .

کابل /دمرغومي ٢٣مه /باختر :
قاضي القضات اودسترې محکمې رييس قانونپوه سيديوسف حليم نن په کابل کې دقطر ددولت له سفير سعيد بن المبارک الخيارين سره وکتل .
باختراژانس ته دسترې محکمې  دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې ،د قطر  سفير لومړى دقطر دقاضي القضات اودسترې محکمې درييس دښو هيلو مراتب دافغانستان داسلامي جمهوريت قاضي القضات ته وړاندې کړل او دقضايي سمون دشبکې په دويم جګپوړي کنفرانس کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دقاضي القضات دګډون په خاطر  چې ټاکل شوې ده دفبروري له   ٢٥ څخه تر ٢٧  پورې  په قطر  کې جوړ شي .
ددغه هېواد رسمي بلن ليک ده ته وړاندې کړ چې په مننې سره ومنل شو .
په دې کتنه کې دغه راز  له افغانستان سره دقطر دښو اوتاريخي اړيکو په باب خبرې وشوې اوپه کابل کې  ددغه هېواد دسفارت پرانستل ددوه اړخيزواړيکو اومناسباتو دټينګښت په لاره کې ښه فرصت وبلل شو او دقطر سفير زياته کړه چې دقطر خلک دافغانستان دخلکو دوستان دي.
هغه زياته کړه: موږ ددواړو  ورونو هېوادونو ترمنځ په ټولو برخو په تېره بيا په قضايي برخه کې ددوه اړخيزواړيکو دټينګښت او پراختيا غوښتونکي يو  او زه به دسفير په توګه په دې لاره کې  لازمې هڅې وکړم .
  ختم_ ف _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته