کابل، د زمري٥ مه، باختر
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني په کابل کې د قطر سفارت له سلاکار سره په کتنه کې له دغه وزارت سره د دغه هېواد د همکاریو په اړه خبرې وکړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په داسې حال کې چې علمي معين، د دغه وزارت د بهرنیو اړیکو او د دغه وزارت د بورسونو د تنظیم رئیس او همدارنګه د کابل پوهنتون رئیس هم حضور درلود، هغه د قطر د همکاریو، له افغانستان سره د ښو اړیکو او په تېر کې د افغانستان د اسلامي امارت د کوربه توب له امله قدرداني وکړه.
نوموړي دغه راز د هېواد د تحصيلي وضعيت، چاپېريال او په تحصيلي برخه کې د شته ستونزو په اړه معلومات ورکړل او د استادانو د معاشونو د زياتوالي، د ترانسپورتي وسايطو د برابرولو او زده کوونکو لپاره يې د جلا تحصيلي چاپېريال په برابرولو کې د دغه هېواد د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په افغانستان کې د قطر سفارت سلاکار سعید عبدالله العیده د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست څخه وغوښتل، چې د خپلو اړتياو ليست دې له ده سره شريک کړي ترڅو د قطر له حکومت، قطري خیریه موسسو او د دغه هېواد له سوداګرو سره شریک شي.
نوموړي همدا راز ډاډ ورکړ، چې دوی به له افغانستان سره په تعلیمي، تحصیلي او روغتیايي برخو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له دې وړاندې د بېلابېلو هېوادونو له سفيرانو او استازو سره د هېواد د تحصيلي نظام د پياوړتيا او پراختيا په اړه خبرې کړې دي.
\ ذ