خبرونهامنیت

قندهار کې د طالبانو د ځپلو دوام: سل يرغلګر ووژل شول

کابل/ د لړم ٢٤ مه/ باختر
١٠٠ وسله وال طالبان قندهارکې په ډاراچوونکو ضد عملياتو کې ووژل شول.
دغه عمليات د هوايي ځواکونو په ملاتړاو د سلګونو پوځيانو په ګډون د قندهار په ځينو سيمو کې چې په دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو د شتون شاهد و ترسره شوي دي.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يو جګپوړي مقام باخترآژانس ته وويل: په تېرو ٢٤ ساعتو کې پوځيان بريالي شول د وسله والو طالبانو د ١٠قوماندانانو په ګډون ١٠٠ وسله وال طالبان ووژني او په لسګونو نورټپيان کړي.
پردغو وسله والو طالبانو په پنجوايي، ژيړۍ او شاه ولي کوټ ولسواليو کې ځمکني او هوايي بريدونه وشول.
د ملي اردو دغه مقام وايي په دې وروستيو ورځو کې وسله وال طالبان په قندهار کې ځپل شوي دي چې پاکستان او ګاونډويو ولايتونو ته د تېښتې په حال کې دي.
د رارسيدلو خبرونوله مخې: په تېرو٢٤ ساعتو کې د وسله والو طالبانو پر٨ پتڼځايونو او ٥ کاروانونو ځمکنې او هوايي بريدونه شوي دي.
له دې مخکې د قندهار د پوليسو مسوول جنرال تادين خان ويلي و، قندهار به د وسله والو طالبانو په اديره بدل کړي. طالبانو په دې اړوند څه نه دي ويلي .
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته