روغتیا

لس امبولانسونه د بدخشان د عامې روغتيا رياست ته وسپارل شول

کابل / د غبرګولي ۲ مه / باختر
د بدخشان والي نن ۱۰ امبولانسونه د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست ته وسپارل.
د بدخشان والي محمد زکريا سودا باختر آژانس ته وويل چې ملي تدارکات د بدخشان ولايت له کووېډ- ١٩ ناروغۍ سره د مبارزې له ولايتي بودجې څخه د ۴۱میليونو افغانيو په ارزښت ۱۰ امبولانسونه پېرودلي وو چې نن ددغه ولايت د عامي روغتيا رياست ته وسپارل شول.
هغه وويل چې دغه امبولانسونه له ازبکستان څخه پېرودل شوي دي.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته