امنیت

لس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او څلويښت تنه نوريې ونيول شول

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢١ :

دهيواد په ځينو برخو کې پرون  دملي پوليسو له خوا لس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول  اوڅلويښت تنه نوريې ونيول شول.

دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دباختراطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ دملي پوليسو ځواکونو دننګرهار، کندهار، هلمند  اوبلخ دولايتونو په مربوطاتو کې دملي اردو ، ملي امنيت  اودايتلاف  ځواکونو چې پنځه گډ اوخپلواک  عمليات ترسره کړل  چې له امله يې لس تنه طالبان ووژل شول او څلويښت تنه نوريې ونيول شول.

خبرځاى وويل  په دغو عملياتو کې پنځه کلاشينکوفونه، ديارلس ماينونه،  دوه ځانمرګي واسکټونه ، يو سلو  څلويښت کېلوګرامه چاوديدونکې توکې، دوه سوه پنځوس کېلوګرامه نشه يي توکې اودرې موټر سايکلونه هم دملي پوليسو لاسته ورغلي دي .

دغه راز دملي پوليسو ځواکونو  پرون دوسايطو ضد شپږماينونه او دوه شل کېلويي بوشکې چاوديدونکې توکې چې دوسله والو مخالفينو له خوا دلغمان ، زابل اوهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې  دورانکارو اوتروريستي عملونو دترسره کولو په خاطر ځاى پرځاى شوي وو کشف اوشنډکړل.

ديوبل خبرله مخې دکابل د ١٠١ اسمايي زون دقوماندانۍ ملي پوليسو پرون يو تن يې دکابل ښار دديارلسمي امنيتي  حوزي په مربوطاتو کې دوژنې په تور ونيوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته