امنیت

لس تنه پوليسان شهيدان شول.

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٤
په فراه ولايت کې دپوليسو په يوې پوستې دوسله والو طالبانو  د ډله ييز بريد له امله لس تنه پوليسان شهيدان شول.
دفراه دولايتي شورا رييسې جميلې امينى باختر آژانس ته وويل دغه پوليسان تيره شپه دشمال ګاه په سيمه کې چې ددغه ولايت په مرکز کې موقعيت لري دپوليسو دځواکونو په يوې پوستې د طالبانو په بريد کې شهيدان شول.
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې، وسله والو طالبانو ددغې پوستې دسرتيرو له شهيدانولو وروسته دهغې ټول امکانات له ځان سره يوړل خو دفراه ولايت امنيه قوماندان توريالي عبديانى د طالبانو ، دتيرې شپې په بريد کې دپوليسو دځواکونو دسردزيان شمير څلور او د ټپيانو شمير يې درې تنه وښودل.
دفراه ولايت امنيه قوماندان د طالبانو لاس ته دپوليسو د پوستې دتجهيزاتو دلويدلو په باب څه ونه ويل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته