خبرونهاقتصادTOP

د کانونو او پټرولیم سرپرست د مس عینک پروژې په اړه له چینايي چارواکو سره خبرې وکړې

کابل، غبرګولي۱۶مه، باختر

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور تېره وځ په افغانستان کې د چین له مرستیال سفیر دینګ ینان او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دغه کتنه کې د مس عینک پروژې د تحرک په برخه کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وشوې.

مرستیال سفیر د پروژې د پرمختګ په برخه کې، د کانونو او پټروليم وزارت له همکارۍ او پاملرنې مننه وکړه او ویې ويل چې د لرغونو اثارو د لېږد په اړه يې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره ناسته درلوده او دغه راز یې د لرغونو اثارو د لېږد په اړه  له دغه وزارت سره د درې اړخيزې ناستې غوښتنه وکړه.

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر دینګ ینان ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې د مس عینک پروژه د افغانستان او خلکو لپاره ډېره مهمه ده او موږ غواړو چې ژر تر ژره د دې پروژې کار پیل کړو.

او همدارنګه یې زیاته کړه، چې افغانستان له چین سره اوږد مهاله تاریخي او اقتصادي اړیکې لري او د دغو اړیکو لا پراختیا ته ژمن دی.

او د دې تر څنګ یې د امو سیند پروژې په اړه هم خبرې وکړې چې په پای کې د دوه اړخیزو همکاریو ژمنه وشوه.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته