امنیت

لس طالبان په زابل کې ووژل شول

کابل / د وري ۲۹ مه / باختر
په زابل کې ۱۰ وسله وال طالبان ووژل شول او ۵ نور یې ټپيان شول.
دغه نښتې تېره شپه په ارغنداب ولسوالۍ کې هغه وخت ونښتې چې يرغلګرو د پوځيانو پر کاروان او امنيتي پوستو بريدونه وکړل.
د هېواد په جنوب کې اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دغو نښتو کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ نور یې ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبرله مخې:
پوځيانو په زابل کې د ۲۶ ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د دغو ماين ښخونو په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
پاى/ اشرفي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته