امنیت

لس طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل/ د سلواغې لومړۍ/ باختر
لس وسله وال طالبان تېره شپه په غزني کې په هوايي بريدونوکې ووژل شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ايمل مومند د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت د ناوې ولسوالۍ د ډنډ او د ګيلان ولسوالۍ د نايروي  په ساحو کې په هوايي بريدونوکې ووژل شول.
هغه زياته کړه چې په بريدونوکې د طالبانو يو موټر او پنځه موټر سايکلونه له منځه يوړل شول.
د يو بل خبرله مخې:
د ٢٠٣ تندر قول اردو د ماين پاکۍ ټيمونو د خوست د يعقوبيو او نادرشاه کوټ ولسواليو په مربوطاتوکې دوه ماينونه کشف او شنډ کړل.
ختم- سعيده -اکرم

دوام

ورته لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published.

دکمه بازگشت به بالا