امنیت

لس طالبان په هرات کې ووژل شول

کابل / د وري ۹ مه / باختر
په هرات کې ۱۰ وسله وال طالبان په نويو جګړو کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه او نن سهار د غوريانو، پښتون زرغون او شينډنډ ولسواليو په مربوطاتو کې بريدونه وشول.
د هېواد په لوېديځ کې ظفر قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دغو جګړو کې ۱۰ وسله وال طالبان ووژل شول.
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ وسله وال طالبان پر څو امنيتي پوستو د بريدونو لپاره چمتو کېدل چې له هوا او ځمکې پرې بريدونه وشول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې:
پوځیانو په هرات کې د ۲۰ ماینونو په کشف او شنډولو سره د یولړ چاودنو مخه ونیوله.
د دغو ماین ښخونو په اړوند څوک نه دي نیول شوي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته