امنیت

لس ماینونه په پکتیکا کې کشف شول

کابل / د غبرګولي ۲ مه / باختر
افغان ځواکونو د پکتیکا د وازېخوا او سروضې ولسوالیو په لویو لارو کې نن ۱۰ ماینونه کشف او شنډ کړل.
د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ ویاند شاه محمد آرین د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې دغه ماینونه وسله والو طالبانو په لویو لارو کې ځای پر ځای کړي وو چې افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال کشف او شنډ کړل.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته