ټولنه

لغمانیانو له اسلامي امارت سره د همغږۍ غونډه وکړه

کابل / د وږي ۱۰ مه / باختر
د لغمان زرګونو اوسېدونکو د اسلامي امارت له مسوولینو سره د همغږۍ په غونډه کې له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او د شهیدانو روح ته یې دعا وکړه.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د نظامي کمېسیون غړي مولوي قیس وویل چې د ټولو شهیدانو د کورنیو پر درناوي سربېره به د هغوی قربانۍ ستایل کېږي.
هغه زیاته کړه چې د شهیدانو کورنیو ته به د هغوی حقونه ورکول کېږي او هیڅوک به له دې حقونو بې برخې نه شي.
په همدې حال کې د دعوت ارشاد مسوول مولوي بشیر احمد وویل چې د شهیدانو د ورثو د تسلیت او هغوی سره د ملاتړ په پار یې دغه غونډه جوړه کړه او امارت اسلامي به تل د هغوی قربانۍ په یاد ولري.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته