خبرونهټولنه

لغمان کې د دوه ترافیکي پیښو له امله ۱۲تنه ټپییان شوي

کابل، د چنګاښ ۱۲مه، باختر 

د لغمان د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۲ تنه ژوبل شوي دي.

د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند یونس یوسفزي باختر اژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي، چې د کابل_جلال اباد پر لویه لار د لغمان اووم نمبر شهرا اړوند کاکڅ او د سرخکانو سیمه کې دوه ریکشو او دوه ټوډي موټرو ټکر کړی، چې له امله یې دولس تنه ټپیان شوي دي.

یوسفزي ویلي چې د پېښې ټپیان یې د ننګرهار ولایتي روغتون ته انتقال کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د کاکڅ په ترافیکي پیښه کې اووه تنه ټپیان شوي او د سرخکانو سیمي په ترافیکي پیښه کي پنځه تنه ټپیان شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته