سیاستخبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

له اسلامي امارت سره تعامل د پیاوړتیا په حال کې دی

 کابل، د چنګاښ ۱۳ مه، باختر

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست چې قطر ته تللی و د لوېدیځو هېوادونو له ډیپلوماتانو سره ګټورې کتنې وکړې. دغه کتنې ښيي چې له اسلامي امارت سره د تعامل فکر خپل مفهوم او مانا پيدا کوي.

د باختر آژانس مبصر ليکي: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي چې د یو کاري سفر لپاره د قطر دوحې ته تللی و چې د اروپايي او سیمې د هېوادونو او د امریکا له یو شمېر جګپوړو ډيپلوماتانو سره د اړیکو د پراختیا، د امریکا له خوا د افغانستان د کنګل شویو پیسو د آزادولو، د اسلامي امارت پرخلاف د لګول شویو بندیزونو د لرې کولو او د یو شمېر نورو مسئلو په اړه خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د لویدیځو هېوادونو او د امریکا سفارتونو پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمن کېدو وروسته له افغانستان څخه ووتل او خپل کار یې د قطر په دوحه کې پيل کړ.

په دوحه کې د متقي لومړۍ کتنه د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس وېست سره وه، له دغه جګپوړي امریکايي ډيپلومات سره د خبرو محور د افغانستان د اسعاري زېرمې د آزادولو په اړه وې.

امریکا په افغانستان کې له بدلونونو وروسته د دغه هېواد ۹،۵ میلیارده ډالره اسعاري زېرمه تړلې ده.

ویل شوي، چې د دواړو لورو ترمنځ خبرو په دې اړوند ښه پرمختک کړی دی او امریکا چمتو ده چې د دغو پیسو یوه برخه بېرته افغانستان ته ورکړي چې د افغانستان مرکزي بانک د امریکا د دغه اقدام هرکلی کړی دی.

مخکې له دې امريکا او د هغه لوېديځ متحدينو هڅې کړي چې په زور د اسلامي امارت پر وړاندې خنډونه جوړ کړي؛ خو اسلامي امارت تل په دې تينګار کړى، چې تعامل د ستونزو د حل لاره ده.

لکه څنګه چې اميرخان متقي له توماس وېست سره په کتنه کې له واشنګټن څخه غوښتي دي؛ چې د فشار پر ځاى له اسلامي امارت سره د تعامل لاره غوره کړي. واشنګټن هم په افغانستان کې د ثبات غوښتنه کوي او ټينګار کوي؛ چې امريکا د افغانستان د نوي حکومت د مخالفو ډلو ملاتړ نه کوي او نه شي کولاى د ستونزو د حل لپاره تعامل او خبرې له پامه وغورځوي. د دې مسئلې په پام کې نيولو سره چې امريکا د نړۍ په تعاملاتو کې يو اغېزمن هېواد دى د کابل او واشنګټن ترمنځ تعامل د ټولو په ګټه دى.

متقي په دوحه کې له امريکايي ديپلوماتانو سره د خبرو ترڅنګ د بريټانيا، المان، جاپان، ناروي، قطر او د يو شمېر نورو هېوادونو له ديپلوماتانو سره ګټورې خبرې وکړې چې د سياسي، اقتصادي، ښوونې او روزنې او د بشري  مرستو او همکاريو د پراختيا ژمنې ورکړل شوې.

اسلامي امارت د دې تر څنګ چې  له امريکا او د لويديځ هېوادونو سره د خپلو اړيکو  په پراختيا فکر کوي د روسيې، چين، ايران، هند ، پاکستان او …. په ګډون له نورو هېوادونو سره  فعالې اړيکې لري او دا د دې ښکارندوي دي چې د اسلامي امارت بهرنی سياست او ديپلوماسي يو انډوليز او په متقابل درناوي ولاړه ديپلوماسي ده چې دا د اسلامي امارت د ښه او مثبت تعامل زيږنده ده، چې کولاى شي د افغانستان د منزوي کولو پروګرام له منځه يوسي او د تعامل او همکارۍ فکر پياوړى کړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته