ورزش

دهيواد د نولس کلنو ځوانانو د کرکټ ملي ټيم د سعودي عربستان ټيم ته ماتې ورکړه

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ١٤ :
د هيواد د نولس کلنو ځوانانو دکرکټ ملي ټيم پرون دعربستان د کرکټ ملي ټيم ته ما تې ورکړه .
دافغانستان د کرکټ بورد د پروګرامونو مسوول بشير ستانکزي باخترآژانس ته وويل:
د هيواد د نولس کلنو ځوانانو د کرکټ ټيم په لومړۍ لو به کې چې د آسيايي ايليت کپ په سياليوکې په ماليزياکې ترسره شوې؛ د سعودي عربستان ټيم ته ماتې ورکړه او وويل چې لومړى دسعودي عربستان ټيم لوبه پيل کړه او په پنځوسو اورونو کې يې د افغانستان د کرکټ ټيم ته يو سلو اووه شپيته منډې هدف وټاکه او د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو د کرکټ ملي ټيم و کولاى شول په نهه څلويښتو اورو نوکې يو سلو اويا منډې پوره کړي او ګټوونکى شي.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: د هيواد د نولس کلنو ځوانانو دکرکټ ټيم په دې لوبه کې هيڅ يو لوبغاړى و نه سوځيداو منګل او شاهدالله ددغو سياليو بريالي لوبغاړي وو.
ديادونې وړ ده چې ددغه خبر د مخابره کولو په وخت کې دهيواد دنولس کلنو ځوانانو دکرکټ ملي ټيم په ماليزيا کې د عربي اماراتو له ټيم سره د لوبې په حال کې و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته