سیاستخبرونهاقتصاد

له افغانستان سره د چین همکاري دوام کوي

کابل /دوري ۷مه/باختر

په کابل کې د چین سفارت سرپرست دینګ یینان د مهاجرینو د راستنیدونکو چارو وزارت له سرپرست خلیل الرحمان حقاني سره په کتنه کې له افغانستان سره د خپل هېواد د همکاریو ډاډ ورکړ.

د باختر اژانس د خبرله مخې؛ په کابل کې د چین سفارت سرپرست وویل چې د افغانستان پر وړاندې د چین پالیسي روښانه ده او هیڅکله د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي؛ بلکې هلې ځلې کوي چې دغه هېواد په بېلا بېلو برخو کې پرمختګ وکړي او له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ودرېږي.

په دې کتنه کې د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست د افغانسان له خلکو سره د چین د بشر دوستانه مرستو له امله په مننی سره په اقتصادي برخو کې له دغه هېواد د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت معین محمد ارسلا خروټي په کابل کې د چین سفارت له مسولینو وغوښتل چې د افغانستان ځوانانو ته تحصیلي بورسونه برابر کړي.

د یادونې وړ ده، چې چین د اسلامی امارت له بریالیتوب وروسته له افغانستان سره څو ځلې بشردوستانه مرستې کړې دي.

چین ډاډ ورکړی، چې د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.

ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته