خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

له افغان شخصيتونو سره د اړيکو کميسيون بريالى عمل کړى دى

 کابل، غبرګولي۱۵، باختر

جګړو ځپلى افغانستان، جوړولو او بيارغاونې ته اړتيا لري، افغانان بايد خپل هېواد جوړ کړي او د دې کار لپاره بايد متخصص او ماهر کادرونه هېواد ته راستانه شي.

د باخترآژانس مبصر ليکي؛ افغانستان له جګړو وروسته جوړولو او بيارغاونې  ته زياته اړتيا لري، افغانان بايد خپل هېواد جوړکړي او بايد ماهر او متخصص افغانان هېواد ته راستانه شي چې په هېواد کې د جوړولو او بيا رغونې په مقدس کار کې ونډه واخلي، په هېواد کې  جوړولو او بيارغاونې بهير د اسلامي امارت لپاره مهم تعريف شوى  کار دى او افغانان بايد پکې ونډه واخلي، هر افغان د قومي، مذهبي، سمتي او سياسي تړلتيا په پام کې نيولو پرته په دې اړه ځانکړي مسووليتونه او مکلفيتونه لري چې بايد هغه ترسره کړي.

اسلامي امارت  د هېواد د بيارغونې او جوړولو بهير د مديريت کوونکي او همغږي کوونکي په توګه دنده لري چې بايد هغه عملي کړي او په بهر کې له افغان شخصيتونو سره د اړيکو د کميسيون په همدې هدف جوړ شوى دى.

په وروستيو ورځو کې يوشمير متخصصين او د پخواني نظام يو شمېر لوړ رتبه مامورينو د دغه کميسيون غوښتنې ته لبيک ويلى او هېواد ته راستانه شوي دي.

هېواد ته د يو شمېر متخصصینو افغانانو راستنېدل ښيي چې  په بهر کې د افغانانو باور په دغه کميسيون زيات شوی او دا د دې سبب شوى، چې له افغان شخصيتونو سره د اړيکو کميسيون د خپل کار په لومړيو مياشتو بريالی ثابت شوی دی.

د ترانسپورت وزارت يو معين ، اته تنه علمي کادرونه او د پخواني نظام يو شمېر مامورين هېواد ته راستانه شوي دي، د دغه کميسيون منابعو ويلي، چې په لسګونو تنو نورو هم د راستنېدو لپاره د دې کميسيون فورمې ډکې کړې دي او ډېر ژربه هېواد ته راستانه شي.

واقعيت دا دى چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره له بهر څخه هلې ځلې پيل شوې چې په بېلا بېلو نومونو په تېره بيا د امنيت  د نشتوالي له پلوه  د افغانستان ماهر او د زده کړې خاوند کسان له هېواد څخه د تخليې بهير په چوکاټ کې و ايستل شول.

په پيل کې له هغوى سره زياتې ژمنې شوې وې خو وروسته  زياتره افغانان چې د تخلیې په نامه له افغانستان څخه ايستل شوي و، نن په بهرکې له  زياتو ستونزو سره مخ دي او برخليک يې معلوم نه دى، بهرنيانو په دې کار سره هڅې وکړې چې له افغانستان څخه  د متخصصو، مستعدو کسانو په اېستلو سره دغه هېواد له بحران سره مخ کړی، خو اسلامي امارت د دغه شان ځورونکي پروګرام د تنظيمونکو په شومو پلانونو خبردى او له افغان شخصيتونو سره د اړيکو د کميسيون په جوړولو سره  له يوې خوا هڅې کوي چې ماهر او متخصص کسان هېواد ته راستانه کړي او له بل پلوه هغه افغانان چې د تخليې په نامه له هېواده اېستل شوي او په بهر کې  په بې سرنوشتۍ او ناوړه حالت کې شپې سبا کوي، بېرته هېواد ته راستانه کړي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته