خبرونهامنیت

له البدر قول اردو څخه سلګونه سرتېري فارغ شول

کابل/ د غوايي۴ مه/ باختر

له ۲۰۵ البدر قول اردو څخه ۷۵۰ سرتېرو فراغت لیکونه ترلاسه کړل.

د ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ۲۰۵ البدر قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۷۵۰ سرتېري تېره ورځ له مسلکي، اساسي او عقیدتي زده کړو وروسته د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

د دغه ځواکونو په فراغت غونډه کې يو شمېر پوځي او ملکي مسوولينو ګدون درلود، چې پکې پوځي نمايشات هم ترسره شول.

فارغ شوو سرتېرو ډاډ ورکړ، چې د اسلامي نظام، خلکو د ځان او مال څخه دفاع ته په هر ډول شرايطو کې چمتو دي.

دا په داسې حال کې ده چې پوځي کارپوهان له ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت څخه د ښې دفاع لپاره د یوه ځواکمن، مسلکي او په پرمختللو وسلو د سمبال پوځ شتون اړین ګڼي او ټینګار کوي چې پوځ ته دې پوره پاملرنه وشي.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته