خبرونهامنیت

له العزم قول اردو څخه سلګونه سرتېري فارغ شول

کابل / د سلواغې ۲۰مه / باختر
له ۲۱۵ العزم قول اردو څخه۶۰۰ سرتېري د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د ملي دفاع وزارت د یوې خپرپانې په خپرولو سره ویلي دي چې د ” ۲۱۵ العزم قول اردو” له ښوونیز مرکز څخه ۶٠٠ سرتېري له اساسي، نظامي او عقيدتي زده کړو وروسته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دغو مراسمو کې ويناوالو د اسلامي امارت ځواکونو پر يووالي ټينګار وکړ او له يادو سرتېرو څخه یې وغوښتل چې په ورسپارل شویو مسوولينو کې دې د حضرت محمد (ص) صفات او اخلاق په پام کې ونیسي.
تر دې وړاندې د ۲۱۷ عمري قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۵۰ سرتېري تر نظامي او فکري زده کړو وروسته، د فراغت سندونه ترلاسه کړي وو.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته