خبرونهاقتصادTOP

له ايران سره د ٣٥٠ زرو ټنو نفتي توکو د پېرودنې قرارداد لاسليک شو

کابل، د زمري لومړۍ نيټه، باختر

د ماليې وزارت وايي د افغانستان پلاوي چې ايران ته سفر کړى و، له دغه هېواد سره  د ٣٥٠ زرو ټنو نفتي توکو د پېرودنې قرار داد لاسليک کړ.

د افغانستان اسلامي امارت د ماليي وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي دي.

د افغانستان اسلامي امارت د هېواد په بازارونو کې د نفتي توکو د بيو کنترول او کمښت په مقصد ٣٥٠ زره ټنه نفتي توکي له ايران څخه واردوي.

د افغانستان د ماليې، بهرنيو چارو او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د افغانستان بانک، د افغانستان د تېلو او ګازو دولتي شرکت او د استندرد اداري ګډ پلاوي د تېلو د پېرودنې لپاره د ايران اسلامي جمهوريت ته سفر کړى و او له دغه هېواد سره يې د٣٥٠ زرو ټنو نفتي توکو د پېرودنې قرارداد لاسليک کړ.

دغه راز د افغانستان په بازارونو کې د نفتي توکو د بيي زياتوالي ته په پاملرنې سره  د٣٥٠ زرو ټنو نفتي توکو د پېرودنې قرارداد د ايران د خاص له سهامي شرکت سره لاسليک شو چې افغانستان ته د هغه واردات په روان کال کې پيلېږي او د هېواد په بازارونو کې به د نفتي توکو بيي ټيټې شي.

دغه راز د دواړو لورو د موافقي  له مخې د افغانستان هغه خصوصي شرکتونه چې په ايران کې د تېلو د کارو بار کوي په رسمي ډول به د افغانستان  اسلامي امارت له خوا معرفي شي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د افغانستان پلاوي د افغانستان په چارو کې د ايران جمهور رئيس له استازي، د تېلو د پېرودنې په اړوند د نفتي توکو د دولتي او سهامي شرکتونو له مسوولينو، د نفتي توکو د کيفيت بيې او د ترانزيت او افغانستان ته د تېلو  واردولو په اړه خبرې کړې دي.

دغه راز پلاوي د تېلو نل ليکې تمديدولو، د تېلو چاڼځايونو د جوړولو او د ګډو قراردادونو په اړه  خبرې وکړې او د يوې ګډې کميټې په جوړولو يې موافقه وکړه.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته