کابل، د غبرګولي ۱۷ مه، باختر
څه د پاسه ۴۰۰۰ افغان کډوال د یوې اوونۍ په بهیرکې د نیمروز له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د نیمروز ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست یوې سرچېنې باخترآژانس ته وویل چې دغه اوسېدونکي په تېرو پنځو ورځو کې د نیمروز له میلک پولې څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
د نیمروز د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس الحاج مولوي صدیق الله نصرت وویل چې له دغو کډوالو څخه مستحق او زیانمن شوي کسان تشخیص او د مرستې د ترلاسه کولو په خاطر د (آی. او. ام) دفتر ته معرفي شول.
ع