خبرونهټولنه

له ایران څخه څه د پاسه ۱۰۰۰کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي

 کابل/ د وري٨ مه / باختر

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې پرون له ایران څخه يو زرو ۳۷۰         افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې له ایران څخه په راستانه شویو کډوالو کې ۵۴ کورنۍ دي چې شمیر یې ۲۰۶ تنو ته رسېږي او همدا راز ۵۷۴  نور يې مجرد کسان دي، چې ځینې یې په خپله خوښه راستانه شوي او ځینې نور يې ایراني پولیسو ستانه کړي دي.

دغه وزارت وايي ۲۰ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۷۲  ته رسېږي  او ۵۱۸ تنه مجرد کسان پکې هم شامل دي.

په خبر پاڼه کې راغلي چې راستنې شوې کورنۍ ۱۳۰ نارینه او ۱۴۶ ښځې او ۲۰۴ تنه مجرد دي، د مرستې لپاره IOM  دفتر ته معرفي شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، شا وخوا اووه میلیونه افغانان ایران، پاکستان او د سیمې او نړۍ ځینو هېوادونو ته کډوال شوي، چې له دې جملې  درې میلیونه یې په ایران او درې میلیونه نور یې په پاکستان کې دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته