امنیت

دافغانستان دملي امنيت د سلاکار ورور ترور شو

کابل باختر  د چنګاښ ٢٦ :
دافغانستان دملي امنيت دسلاکار ډاکتررنګين دادفرسپنتا ورور ولي طاهري نن دناپيژندل شويو وسله والوکسانو دبريد په نتيجه کې ووژل شو.
طاهري چې دهرات ولايت دکرخ ولسوالۍ د څارنوالۍ دڅارنوال په توګه دنده ترسره کوله؛ ددغې ولسوالۍ په بازارکې د وسله والوکسانو له خوا په ډزو سره ووژل شو.
دهرات دپوليسو ويندوى عبدالرووف احمدي له باخترآژانس سره په اړيکه کې دافغانستان دملي امنيت دسلاکار د ورور ترور تائيدکړ.
ويل کيږي چې يرغلګرو له ډزو وروسته د پيښې له سيمې څخه تښتيدلي دي او د هغوى د پيژندلو اونيولو لپاره هڅې پيل شوې دي.
سيمه ييز مقامات طالبان ددغه څارنوال د ترور مسوول بولي، خو تراوسه پورې د دغې پيښې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخيستى.
دباخترآژانس خبريال فرهاد وايي چې سيمه ييزمقامات له دې جملې څخه  دهرات والي ددغې پيښې دڅيړنې په خاطر کرخ ولسوالۍ ته تللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته