خبرونهروغتیا

له خوست څخه ۸۷ ماشومان د درملنې لپاره المان ته لېږدول کېږي

کابل / د وري ۶ مه / باختر

په خوست کې د سرې میاشتې مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې ۸۷ هغه ماشومان چې سوځېدلي او یا د زړه په ناروغۍ اخته دي، مسوولې ادارې ته ورمعرفي کړي چې د درملنې لپاره المان ته ولېږدول شي.

د خوست د سرې میاشتې رییس مولوي ناصري وايي چې په هېواد کې د هغو ماشومانو شمېر هم زیات دی، چې د سوریو زړونو په ناروغۍ اخته دي.

هغه زیاتوي چې دغه ولایت کې ګڼ شمېر خلک د دوی دفتر ته د نوم لیکنې په موخه مراجعه کوي چې  ماشومان یې بهر ته د درملنې لپاره ولېږدول شي.

نوموړی زیاتوي چې اوس مهال یې په دغه ولایت کې ۸۷ هغه ماشومان چې سوځېدلي او یا د زړه په ناروغۍ اخته دي، مسوولې ادارې ته ورمعرفي کړي چې د درملنې لپاره المان ته ولېږدول شي.

یو تن خوستی ځوان عیدوالي چې ماشوم یې سوځیدلی وايي چې د ناروغ درملنه یې دلته ناشونې ده. هغه له سرې میاشتې غواړي چې سوځېدلي ماشوم یې د درمنلې لپاره المان ته ولېږدوي.

بارکزی

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته