امنیت

له زرګونو کيلوګرامو نشه يي توکوسره شپږتنه نيول شوي دي

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٢٩ :
دقندهارپوليس وايي چې دروانې اوونۍ په بهيرکې د زرګونو کيلوګرامو نشه يي توکو په کشفولو بريالي شوي دي.
دخبرونوله مخې : دغه توکي  دقندهار له مرکز او ولسواليو څخه دعملياتو او دموټرو دپلټنې په وخت کې ترلاسه شوي دي.
ويل کيږي چې شپږتنه ددغو توکو په جرم دپوليسو له خوا نيول شوي دي .
دقندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ  دامنيت آمر رحمت الله اطرافي باخترآژانس ته وويل    چې دروانۍ  اوونۍ په بهيرکې ٤٨٥٠ کيلوګرامه هيروئين ،٧٤٥کيلوګرامه چرس  او  اتلس کيلوګرامه اپين دامنيتي منسوبينو لاسته ورغلي دي .
اطرافي تائيد کړه چې شپږتنه ددغو نشه يې توکوپه اړوند نيول شوي دي.
ددغه امنيتي مسوول دڅرگندونوله مخې   دغه نشه يې  توکي د يولړځانګړوعملياتو  او دوسايطو دپلټنې په وخت کې ترلاسه شوي دي .

دوام

ورته لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published.

دکمه بازگشت به بالا