اقتصاد

له زر کورنيو سره مرسته کيږي

دهرات ولايت په  پښتون زرغون او اوبي ولسواليو کې  له زرو زيانمنوشويو  کورنيو سره مرسته کيږي .

 دهرات والي ډاکتر داود شاه صبا دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه مرستې چې خوراکي توکي ، دکرنې اصلاح شوي تخمونه او  حيواني واښه پکې دي دکرنې او اوبو لګولو وزارت  له خوا دپښتون زرغون او اوبي ولسواليو په بي وزلو خلکو ويشل کيږي .

  په هغې  غونډه کې چې دمصيبت ځپلو کسانو د تشخيص دڅرنګوالي او ددغو مرستو دويشلو په مقصد جوړه شوې وه دهرات دولايتي شورا  مرستيال  خبرې وکړې او وي ويل  دغه مرستې  کولاي شي  دخلکو يوڅه ستونزې حل کړي .

 ويل کيږي ددغه پروګرام  له لارې په هري  کورنۍ  ٢٥٠ کيلو ګرامه خوراکي توکي ، غنم او دکرنې اصلاح شوي تخمونه ويشل کيږي .

 مخکې  له دې  هم دهرات ولايت په ګلران  ، کشک ، رباط  سنګي  ، فرسي ،  چشت شريف او ادرسکن  ولسواليو کې  له پيښو سره دمبارزې دملي کميټې له لارې  له زرو اړو کورنيو سره دغه شان مرسته شوې وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته