خبرونهسیاستامنیت

له عربي متحدو اماراتو څخه افغانستان ته د افغان زندانیانو د انتقال په اړه د ریاست الوزرا د لومړي معاونیت وضاحت

کابل، د چنګاښ ۱۷مه، باختر
د مې په ۱۶مه، کله چې ملا عبدالغني برادر اخوند عربي متحدو اماراتو ته سفر وکړ، هلته یې د اماراتو له مسئولینو غوښتنه وکړه، چې له دوی سره چې څومره افغانان بندیان دي، هغوی دې خوشي کړي؛ هغوی هم ژمنه وکړه او پر دې بهیر یې کار پیل کړ.
ټاکل شوې وه د یادو افغان بندیانو له جملې څخه ۷۵ تنه یې نن په یوه چارټر الوتکه کې را انتقال او په کابل کې د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شي. خو دغه کار د یوې ستونزې په دلیل معطل شو او له لوی اختر وروسته سمدستي یاد بندیان به چې د دوسیو ټولې چارې یې بشپړې شوې دي؛ افغانستان ته را انتقال شي.
د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه تل د افغانانو د ژوندانه د ښه والي په فکر کې دي او هڅه کوي چې دوی خپل هېواد ته راستانه شي او د عزت سرلوړی ژوند ولري. دغه راز اسلامي امارت هڅې کوي چې افغانانو ته دهېواد په دننه او بهر کې د هوسا ژوند زمینه هم برابره کړي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته