اقتصاد

له فساد سره دمبارزې نړيوال کنفرانس جوړشو

پوتراجايا ورلدنيوز  باختر د وږې دمياشتې ١٢ :
له مالي فسادسره دمبارزې  شپاړلسم نړيوال کنفرانس  پرون مازيګر دماليزيا دپوتراجايا په ټاپو کې  پرانستل شو.
په دې درې  ورځني کنفرانس کې   دنړۍ د ١٣٢ هېوادونو  اودنړيوال شفافيت دغيردولتي سازمان  څه دپاسه  زرو  تنو استازو ګډون کړى دى .
دغه کنفرانس په هرو  دوو کلونو کې دنړۍ په يو هېواد کې جوړيږي.
له مالي فساد سره دمبارزې شپاړلسم نړيوال کنفرانس په داسې حال کې جوړ شو  چې دماليزيا په صدراعظم نجيب تون رزاق دخپل شخصي بانک په حساب کې  دسلګونو مليونو ډالرو دليږدونې په تور  انتقاد وشو او دنړيوال شفافيت  دغيردولتي  سازمان رئيس هم  دماليزيا په صدراعظم   انتقادکړى دى.
دماليزيا په صدراعظم  خپل شخصي بانکي  حساب ته داووه سوه مليونو ډالرو دليږدونې  تور لګول شوى دى  خو ده ويلي دي چې دغه پيسې په ٢٠١٣ کال او  دماليزيا دپارلماني انتخاباتو په درشل کې   دمنځني ختيځ له يوه هېواد څخه ترلاسه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته