کابل، د غبرګولي ۲۹ مه، باختر
د نمیروز د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت موظفینو پرون ايران ته د ۲۳ زره ډالرو د قاچاقو مخه ونيوله.
د نیمروز کمیسار مولوي محمد هاشم حنظله د باختر آژانس خبريال ته وويل چې يوه قاچاق وړونکي غوښتل چې د «ورېښمو» له لارې ٢٣ زره ډالره ايران ته وليږدوي، خو د نيمروز له جنايي جرمونو سره د مبارزې موظفینو له خوا ونيول شو او له هېواد څخه بهر ته د اسعارو د قاچاق مخه ونيول شوه.
ع