ټولنه

دتخار والي له يوه خبريال سره مرسته وکړه.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٣٠
دتخار والي دخپلو مرستو په دوام د آريانا نيوز له خبريال نعيم رحيمي سره هم مرسته وکړه .
دتخار دوالي وياند سنت الله تيمور باختر آژانس ته خبر ورکړ: دتخار والي ډاکتر ضيا دفسبوک په پاڼوکې داريانا نيوز شبکې دخبريال نعيم رحيمي د انځورونو او دردناکو کيسو له اوريدو وروسته له ده سره د ژمنيو توکو لازمه مرسته وکړه .
داپه داسې حال کې ده چې دهغو کورنيو له لسو تنو سره چې ددغه ښار په لمنو کې دبې وزلۍ په ژوند کې شپې سبا کوي دښاغلي ضيا له خوا دژمنيو توکو مرسته شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته