ټولنه

له پنځه سوه بيځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه .

کابل باختر دزمري  اووه ويشتمه :
ددنمارک هېواد دمهاجرينو  دټولنې له خوا په تخار ولايت کې له نږدې ٥٠٠ بيځايه شويو کورنيو سره  نغدي مرسته وشوه .
دتخار ولايت دمرستيال محمد فريد ذکي  دباختراژانس خبريال ته وويل چې له هغو ٥٠٠ کورنيو سره چې ددولت دمخالفينو دناامنۍ ، ظلم او ستم له امله  دکندز ولايت ددشت ارچي له ولسوالۍ څخه  بيځايه  شوي وو او ددغه ولايت دبهارک ولسوالۍ ته يې کډه کړې ده  نغدي  مرسته وشوه .
  ذکي وويل چې هرې کورنۍ ته دولس زره افغانۍ  ورکړى شوي دي .
ده زياته کړه چې تراوسه پورې له هرې  بيځايه شويو کورنيو سره دتخار ولايت دمقام او په دغه ولايت دمرستندويو دفترونو له خوا نغدي او دخوراکي توکو مرستې وشوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته