کابل، د غبرګولي ۱۲ مه، باختر
د صنعت او سوداګری وزارت د هېواد په پنځو ولایتونو کې څه د پاسه ۶ ټنه تېرتاریخ توکي را ټول او وسوځول.
د باخترآژانس د خبرله مخې، دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د بې کیفیته او تقلبي مالونو د تولید ، تورید او وړاندې کولو د مخنیوي کمېسیون پلاوي په روانه اوونۍ کې د بې کیفیته او تېرتاریخ توکو د پېژندلو په موخه د هېواد په پنځو ولایتو کې خپلې څېړنې ترسره کړې دي.
د خبرځای د څرګندونوله مخې، د دغه کمېسیون د پلاوي د څېړنو په بهیرکې په جلال آباد ښار کې له یو شمېردوکانونو او عمده پلورنځیو څخه څه د پاسه ۲۸ کارتنه انرژۍ، تیزاب او نور خوراکي توکي او غیرالکولي نوشابې د میدان وردګو او بامیانو له بازارونو څخه راټول کړي دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې څه د پاسه ۶ ټنه تېرتاریخ، بې کیفیته او تقلبي خوراکي توکي چې د فیض آباد او زرنج ښار له بازارونو څخه راټول او وسوځول.
د یادولو وړ ده چې دغه کمېسیون د صنعت او سوداګری وزارت او د لسو ادارو په غړیتوب سره د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د مستهلکینو ملاتړ د قانون په مطابق خپلې منظمې څېړنې د بازارونو له حالت څخه ترسره کوي.
ع