خبرونهامنیت

له چاودېدونکو توکو ډک موټر په غزني کې وچاودېد

۴- کابل / د لیندۍ ۹ مه / باختر
يرغلګرو نن سهار له چاودېدونکو توکو ډک موټر د غزني د عامه محافظت کنډک پر وړاندې وچاوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ سيمه ييز خبرځايونه وايي چې يرغلګرو له چاودېدونکو توکو ډک موټر د غزني د ده يک ولسوالۍ د سړک په تګلوري کې د عامه محافظت کنډک د دروازې پر وړاندې وچاوه او له چاودنې وروسته يو شمېر يرغلګرو له پوځيانو سره په نښتې لاس پورې کړ.
د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند احمدخان سيرت وويل چې تراوسه د سر او مالي زیانونو په اړه خبر نه دى ترلاسه شوى او نښته لا هم دوام لري.
تراوسه کومې ډلې د یادې چاودنې مسووليت نه دى منلى.
پاى\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته