سیاستخبرونهTOP

له چین سره د افغانستان اړیکې ورځ تر بلې غوړېږي

کابل / د وري ۴ مه / باختر

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې ویلي: خوښ یم چې له چین سره مو اړیکې ورځ تر بلې غوړیږي.

نن د چین د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی وانګ يي په یو ځانګړي سفر کابل ته راغلی او د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره یې کتلي دي.

په دې کتنه دواړو سیالانو پر سیاسي، اقتصادي، ټرانیزيټي، هوايي دهلیز، د وچو مېوو پر لېږد، سکالرشیپونو، د ویزو پر ورکړې، د کانونو په برخو کې د چارو پیل، په سي پيک پروژه کې د افغانستان د برخې او ګڼو نورو مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.

ښاغلي وانګ یي افغانستان ته خپل راتګ د هر اړخیزو اړیکو د پياوړتیا په پار وباله او زیاته یې کړه چې چین او افغانستان تاریخي اړیکې لري او غواړي چې لا پراخې او پیاوړې شي.

وانګ يي وویل: د چین ولسي جمهوریت پالیسي ده چې نه غواړي د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي او یا هم له دې لارې خپلې ګټې خوندي کړي. هغه پر افغانستان لګېدلو سیاسي او اقتصادي بندیزونو سره خپل مخالفت څرګند کړ.

ښاغلي وانګ یي له نوي حکومت سره د راغلي مثبت بدلون او امنیت ستاینه وکړه او له افغانستان سره یې په بشري او انکشافي برخو کې د یو لړ نورو مرستو کولو یادونه هم وکړه.

نوموړي په راتلونکې اوونۍ کې په چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه مهمه وبلله او په یاده غونډه کې یې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په ګډون خوښي ښکاره کړه.

په همدې حال کې ښاغلي متقي د ښاغلي وانګ يي دغه ځانګړی سفر وستایه او د افغانانو په شمول یې نړیوالو ته  یو مثبت پیغام وباله. هغه د چین له کړو مرستو او ملاتړ څخه هرکلی وکړ او په چین  کې د الوتکې لویدولو په پیښه یې خواشیني څرګنده کړه.

د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې له نوي حکومت سره راغلي امنیت زمېنه برابره کړې چې د چین په ګډون نړیوال پانګه وال کولای شي په افغانستان کې پانګونه وکړي او له دې لارې د خپلو ګټو ترڅنګ له افغانانو سره د اقتصادي ودې او ثبات په برخو کې همکاري وکړي چې نوی حکومت به ورسره پوره ملاتړی وي.

ښاغلي متقي وویل چې د افغانستان ثبات د سیمي او ټولې نړۍ په ګټه دی او اوس دې هدف ته رسیدلي یوو او د نړیوالو مسوولیت دی چې دغه ثبات د سیاسي او اقتصادي برخو په پياوړي کولو سره تقویه کړي، هغه وویل: خوښ یم چې له چین سره مو اړیکي ورځ تربلې غوړیږي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته