خبرونهاقتصاد

له کجکي څخه تر قندهاره د 110KV مزي د رغولو چارې بیا ځلې پيل شوې

کابل ، د ثور ۲۵ مه ، باختر

د قندهار د حوزوي برېښنا رییس ملا محمد حنيف حمزه وايي چې له کجکي څخه تر قندهاره د ۱۱۰KV مزي د بیا رغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي.

دا چې له لښکرګاه څخه تر سنګین سټېشن پورې د یاد مزي د غځونې د لومړي پړاو چارې له روژې مخکې بشپړې شوې، اوس د لښکرګاه له وراهي څخه تر میوند سټېشن پورې د ۳۰ کیلومتره او پر ۱۱۴ ستنو د مزو غځونې د دوهم پړاو چارې جریان لري.

چارواکي وايي چې وروسته به له میوند څخه تر قندهاره او له سنګین څخه تر کجکي پورې د مزي د بیارغولو چارې پیل شي.

په خبره یې، د نوي مزي په غځولو سره به د کجکي برېښنا په بشپړه توګه تر قندهار او لښکرګاه ښارونو پورې ورسېږي.

د قندهار د برېښنا شرکت وايي چې د کجکي زړې فابریکې”لومړي” فاز له دریو توربینونو څخه یې دوهم نمبر توربین چې ۱۸MW ظرفیت لري، له تېر یوه کال څخه یې تخنیکي عوارض لرل؛ خو تېره ورځ د قندهار د برېښنا ریاست په هڅو د ۷۷ تُرکۍ کمپنۍ فعال کړ چې په بیا فعاله کېدو سره یې د قندهار او هلمند په برېښنا کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

سرچینه زیاتوي چې د کجکي دوهم فاز هم د ټیسټ په مرحله کې دی، هر کله چې د ټېسټ مرحله بشپړه شي او  فعالیت پېل کړي، په دې سره به د قندهار او هلمند  ولسونو او ټولو فابریکو د برېښنا ستونزه په بشپړه توګه حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو سره د برېښنا په برخه کې فساد له منځه تللی او په عوایدو کې یې زیاتوالی راغلی دی.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته